Home » افغانستان » دانش: ټول افغانان باید الکترونیکي تذکرې واخلي
رویداد خبري آژانس

دانش: ټول افغانان باید الکترونیکي تذکرې واخلي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې الکترونیکي تذکرې واخلي.

سرور دانش نن سې شنبه د اکټوبر ۲۰ د (تلې ۲۹) په کابل کې د وګړو احوال نفوس نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته وویل چې په الکترونیکي تذکرو او ډیتابیس کې د افغانستان د اساسي قانون سره سم، لوی ملي، قومي، مذهبي دیني او فرهنګي هویت او همدارنګه د هغوی ژبې په صراحت سره تنظیم شوي دي.

هغه د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې څخه وغوښتل چې د تذکرې جوړولو پر مهال د خلکو د هویت په مسئله کې د یو درند مسؤلیت په توګه او بې طرفۍ سره په احتیاط سره عمل وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...