Home » سیمه او نړی » داعش ډلې د ايران په شيراز کې د وسله‌وال بريد مسووليت ومانه

داعش ډلې د ايران په شيراز کې د وسله‌وال بريد مسووليت ومانه

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د شيراز ښار پر شاه چراغ زيات د وسله‌وال بريد له امله ۱۵تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

په رسنيو کې د خپرو شوو راپورونو پربنسټ، په دې بريد کې د ۱۵ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۴۰ تنه ټپيان شوي هم دي او د ځينو کسانو د روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

د ايران ايرنا اژانس ويلي، چې څو تنه وسله‌وال بريدګر د شاه چراغ زيارت له نهمې دروازې څخه ياد زيارت ته دننه شوي او له دننه کېدو سره يې سم‌لاسي پر زيارت کوونکو او خادمانو ډزې کړي.

د ايران امنيتي ځواکونو د بريد په تړاو دوه تنه نيولي او يو بل کس بيا ترې تښتېدلی دی. د ايرنا اژانس د راپور له مخې، په وژل شوو کسانو کې دوه ماشومان او يوه ښځه هم شامل دي.

د ايران دولتي ټلوېزيون په بيانيه کې د دې وسله‌وال بريد مسووليت پر تکفيري ډلو ور اچول شوی دی. بلخوا دا عش ډلې بيا په خپل ټلېګرام چېنل کې د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...