Home » افغانستان » داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی

داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی دی.

رویټرز اژانس تېره شپه ناوخته د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر په کابل کې د دغې چاودنې په اړه په غبرګون کې ویلي چې دا ډول حملې د منلو وړ نه دي.

یوناما په دې اړه په یوه ټویټ کې وویل، دا د منلو وړ نه ده چې پر افغانانو د عادي ژوند په حال کې حملې کېږي.

داعش د دغه برید مسولیت داسې مهال اخلي چې وړمه شپه د طالبانو د حکومت استخباراتو وویل چې اونۍ وړاندې یې مزار شریف کې د داعش درې مهم مشران وژلي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...