Home » افغانستان » د ۱۴۰۳ کال د کانکور وروستۍ ازموینه واخیستل شوه

د ۱۴۰۳ کال د کانکور وروستۍ ازموینه واخیستل شوه

د ازموینو ملي اداره وایي چې د د۱۴۰۳ کال د کانکور وروستۍ ازموینه پرون (جمعه د چنګاښ ۲۲مه) په پلازمېنه کې اخیستل شوې ده.

د ازموینو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د متفرقه دواطلبانو، د ولایتونو غیرحاضران، د څوارلسم ټولګي فارغان، او د دیني مدرسو له فارغانو څخه وروستۍ ازموینه اخیستل شوې ده.

د کانکور د ازموینې د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني ویلي چې د کانکور ازموینې وروستۍ پایلې په تر راتلونکو لسو ورځو اعلان شي.

د حقاني د وینا له مخې څه باندې ۱۰۰زره دواطلبانو د سږ کال په کانکور کې ګډون وکړ چې له دې ډلې په څه باندې ۷۵زره کسان به د هېواد عالي او نیمه عالي پوهنتونونو ته جذب شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...