Home » سپورټ » د کرکټ څلور افغان لوبغاړي په ‘بېګ باش’ سیالیو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته وخوځیدل
رویداد خبري آژانس

د کرکټ څلور افغان لوبغاړي په ‘بېګ باش’ سیالیو کې د ګډون لپاره اسټرالیا ته وخوځیدل

د افغانستان د کرکټ څلور ملي لوبغاړي په بېګ باش کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته ولاړل.

محمد نبي پرون په خپل ټوېټر لیکلي چې له ځوانانو سره بېګ باش یا د اسټرالیا د کرکټ غوره لیګ ته روان شو.

محمد نبي، مجیب ځدراڼ، ظاهرخان او نوراحمد لکڼوال په بېګ باش کې د لوبېدو لپاره اسټرالیا ته تللي.

رویداد خبري آژانس

تر دې مخکې راشد خان د هند د کرکټ له غوره لیګ څخه مستقیماً د بېګ باش سیالیو لپاره اسټرالیا ته تللی دی.

د اسټرالیا د کرکټ د شل اوریزو سیالیو غوره لیګ بېګ باش د ډسمبر له لسمې پيلیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...