Home » افغانستان » د کرکټ بورډ پخوانی رئيس عزيزالله فضلي د جعل په تور نيول شوی

د کرکټ بورډ پخوانی رئيس عزيزالله فضلي د جعل په تور نيول شوی

رويداد خبري اژانس ته حکومتي سرچينو تائيد کړې چې د کرکټ بورډ پخوانی رئيس عزيز‌الله فضلي، د جعل په تور د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې نوموړي غوښتل د يوه جعلي مکتوب پر بنسټ ځان د کرکټ بورډ نوی رئيس په توګه معرفي کړي؛ خو د جعل په اړه يې د مالوماتو له ترلاسه کېدو سره د فضلي د نيول کېدو په اړه اقدام شوی.

پرون په ټولنيزو رسنيو کې داسې اوازې خورې شوې، چې ګواکې عزيزالله فضلي د حکومت د رهبرۍ له لوري کتوب ترلاسه کړی او په دې توګه د کرکټ بورډ اوسني رئيس ميروېس اشرف پر ځای د نوموړې ادارې نوی رئیس ټاکل شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...