د درملو جوړولو یو شرکت وايي چې د دوی واکسین پر کرونا ویروس اخته کسانو ته ۹۰ سلنه ګټور تمام شوی.
د فایزر شرکت معاون بل ګروبر رسنیو ته وویل چې یاد واکسین هیڅ ډول جانبي عوارض نه رامنځته کوي.
خو د امریکا متحده ایالاتونو د درملو د تنظیم اداره ویلي هر واکسین باید پر ۳۰ زره رضاکارانو باندې وازمایل شي چې په کې زاړه، ځوانان، ماشومان او هغه کسان چې له ګواښ سره مخ وي، شامل وي تر څو پر ټولو باندې د تطبیق لپاره اجازه ورکړل شي.
د فایزر شرکت مسولین بیا وايي چې تر اوسه پورې د امریکا هېواد په ګډون ۵ نورو هېوادونو کې پر ۴۴ زره رضاکارانو باندې دغه واکسین تطبیق کړی دی، دوي وايي چې په همدې میاشت کې به ټول هغه اقدامات چې د امریکا د درملو د تنظیم اداره پرې ټینګار کوي تر سره به يي کړي.
د درمل جوړولو شرکتونه چې د کرونا ضد واکسین يي جوړ کړي وايي چې حکومتونه دې د واکسین بیړني تطبیق ته اجازه ورکړي، خو د امریکا د درملو د تنظیم اداره وايي چې د هر واکسین پراخې څیړنې وشي تر څو د واکسین موثریت معلوم او بیا د واکسین تطبیق ته اجازه ورکول کیږي.