Home » اقتصادی » د کرنې وزارت سږکال د چرګانو ۶ زره فارمونه جوړوي
رویداد خبري آژانس

د کرنې وزارت سږکال د چرګانو ۶ زره فارمونه جوړوي

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې سږکال د هګیو چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړوي.

 دغه وزارت پرون چهارشنبې (د غویي ۱مه نېټه) په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې په یوشمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړ کړي.

دکرنې وزارت وایي  چې د شمېرو له مخې اوسمهال د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې ۹ زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.

د یاد وزارت په خپرپاڼه کې لیکلي، چې په دغو فارمونو کې د هګیو چرګانو درې زره او ۵۲۰ فارمونه، د غوښینو چرګانو پنځه زره او ۷۲۳ فارمونه او د چرګانو څلور تکثیري فارمونه شامل دي.

د کرنې وزارت دغه راز زیاتوي چې د چرګ پالنې په سکټور کې افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی او د هېواد په کچه اوسمهال د هګیو د تولید کلنۍ کچه ۶۹۰ میلیون او د چرګانو غوښې د تولید کلنۍ کچه څه باندې ۲۶۰ زره مټریک ټنو ته رسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...