Home » افغانستان » د کراچۍ له زندانونو ۴۰ تنه افغان کډوال خوشې شول

د کراچۍ له زندانونو ۴۰ تنه افغان کډوال خوشې شول

د پاکستان کراچۍ ښار کې د ا.ا کونسلګري د دې ښار له زندانونو د ۴۰ تنو افغان کډوالو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

یادې کونسلګرۍ پرون یکشنبه د کب ۱۳مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په خوشې شویو افغانانو کې یوه ښځه هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغانان د قانوني اسنادو د نلرلو له امله زنداني شوي دي.

په کراچۍ کې د ا.ا کونسلګرۍ دا هم ویلي چې په تېر یو کال کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې زره ۲۶۱ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته لېږدولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...