Home » افغانستان » د کارګرو نړيوال سازمان له افغان ماشومان د ملاتړ کمپاين پيل کړ

د کارګرو نړيوال سازمان له افغان ماشومان د ملاتړ کمپاين پيل کړ

د کارګرو نړيوال سازمان يا ILO د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت، له افغان کارګرو ماشومانو ملاتړ اعلان کړی دی.

دې سازمان نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۲۲مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف سره په همغږۍ يې (د ماشومانو لپاره لاس پورته کړئ) RaiseYourHandforKids تر عنوان لاندې نړيوال کمپاين په لاره اچولی دی.

د کارګرو نړيوال سازمان له نړيوالو غوښتي چې د افغانستان کارګرو ماشومانو د ملاتړ او د دوی ستونزو په حلولو کې د مرستې په موخه له دې کمپاين سره يو ځای شي.

له دې سره په افغانستان کې د يونېسف مسوولا محمد اګ ايويا هم په خپل ټوېټر کې د ياد کمپاين ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې هر ماشوم د زده‌کړو او لوبو حق لري.

نوموړي زياته کړې چې په دې کمپاين کې يې له افغان کارګرو ماشومانو څخه د ملاتړ په موخه ګډون کړی دی.

بل خوا د بښنې نړيوال سازمان هم په خپلو خواله ادرسونو کې د افغان ماشومانو د انځورونو په خپرولو سره، له يادو ماشومانو ملاتړ کړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...