اېمرجنسي روغتون اعلان کړی چې په کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي او دغه روغتون ته لېږدول شوي.
د دې روغتون د اعلامیې له مخې، دا چادونه پرون (چهارشنبې، د لړم ۲مه) دوې بجې د سینمای پامیر سیمې اړوند او لیلامیو په یو بازار کې وشوه.
کابل کې د اېمیرجنسي روغتون مرستیال استفانو جنارو اسمیروف ویلي: “موږ ۱۱ ټپیان په روغتون کې ثبت کړي. د ټپیانو په منځ کې یوه درې کلنه نجلۍ، یو څلور کلن هلک، یو شپاړلس کلن هلک، دوې ښځې او شپږ نارینه موجود دي چې د یو کس روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.”
د دې روغتون د معلوماتو له مخې، د دغه چاودنې ډېری ټپیان د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې ا.ا لا تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي او هېڅ کس یا ډلې یې هم مسوولیت نه دی منلی.