د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل پر پوهنتون د برید طراح چې عادل نومیږي، په اعدام محکوم شو.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین (د مرغومې په ۱۲) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې عادل نومی کس چې د کابل پر پوهنتون د برید طراح دی، پرون جمعه د یوې علني محکمې پر مهال په اعدام محکوم شو.
د افغانستان په ستره محکمه کې تیره پنج شنبه د کابل پر پوهنتون د برید طراح محمد عادل او څلورو تنو نورو تورنو کسانو محاکمه تر سره شوه.
د افغانستان ستره محکمه د علني محکمې وروسته لیکلي چې:”قضايي پلاوي د دوسیې او تکوین، د قانوني او قضايي استدلال او ارزیابي په ګډون د اسنادو او مدارکو په نظر کې نیولو او د جرم اصل تناسب په رعایتولو سره محمد عادل د تروریستي حملې د طرحې او پلانولو په تور او د تروریستي فعالیتونو او اختطاف په تور په اشد مجازات یعنې اعدام محکم شو.”
د کابل پر پوهنتون برید د لړم میاستې په ۱۳ مه نېټه تر سره شو چې ۲۲ یې ووژل او شاو خوا ۲۲ نور یې ټپیان کړل.