Home » افغانستان » د ښځو چارو وزارت: د روان کال په دریو میاشتو کې له ښځو سره د تاتریخوالي څه باندې ۱۵۰۰ قضیې ثبت شوي
رویداد خبري آژانس

د ښځو چارو وزارت: د روان کال په دریو میاشتو کې له ښځو سره د تاتریخوالي څه باندې ۱۵۰۰ قضیې ثبت شوي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي چې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د کابل کې له ښځو سره د تاتریخوالي څه باندې ۱۵۰۰ قضیي ثبت کړي دي.

د دغه وزارت ویاندې رویا دادرس رسنیو ته ویلي چې له دغو ۱۵۱۸ قضیو له ډلې ۸۰۰ یې مدني قضیې وې چې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

دادرس زیاته کړې چې ۴۷۷ قضیو ته حقوقي مشورې ورکړل شوي، ۱۰۲ قضیې د روغې جوړې له لارې حل شوي او په ۱۳۹ قضیو کې له دخیلو کسانو سره وړیا حقوقي مرستې شوې.

د ښځو چارو وزارت ویانده وايي: “د ۱۴۰۰ مالي کال له پیله مو تر اوسه د تاوتریخوالي ۱۵۱۸ قضیې ثتبې کړي دي.”

په دې قضیو کې ۳۳ د وژنو، ۲۱ د ځان وژنو، ۵ د جنسي تېري، ۲ د تېزاب څښلو او اور اچولو او ۱۱ نور د ټپي کېدلو قضیې شاملې دي.

د ښځو چارو وزارت وايي چې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړېدو له امله تېرو کلونو ته په کتو ډېر شمېر مېرمنې د تاوتریخوالي قضیو د ثبتولو لپاره حکومت ته راځي.

له بلې خوا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون که څه هم د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو ګډون ستایي خو وايي چې په ځینو برخو کې لا ډېر کار ته اړتیا شته.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...