Home » افغانستان » د ښځو نړيواله ورځ؛ افغان ميرمنې په کوم وضعيت کې دي؟

د ښځو نړيواله ورځ؛ افغان ميرمنې په کوم وضعيت کې دي؟

نن سې‌شنبه د مارچ اتمه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو ستونزو د تشخيص او ورته د رسېدونې په موخه د يو لړ مراسم په ترڅ کې نمانځل کېږي.

دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال ده چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی او د نمانځنې رسمي مراسمو په تړاو يې حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.

ښځينه فعالان نيوکه کوي چې افغان ميرمنې د تېرو کلونو په پرتله له زياتو محدوديتونو سره مخ دي، چې عمده محدوديتونه يې د زده‌کړو او کارکولو په برخه کې دي.

دوی وايي چې ښځې په دولتي چاوکاټ کې د روغتيا او پوهنې له سکټورونو پرته له کار کولو منعه شوي او دې کار د ميرمنو پر کورني اقتصاد اغېز کړی.

له دې سره نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې له تېرې جنوري راهيسې اسلامي امارت له لوري د ښځينه فعالانو نيول کيدل شوي دي.

دې ورځپاڼې ويلي چې دامهال د اسلامي امارت په زندانونو کې ۲۰ تنه ښځينه فعالانې زنداني دي؛ خو د ورځپاڼې په خبره اسلامي امارت تر اوسه دا نه ده منلې چې ښځينه فعالانې دې يې نيولي وي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...