د پیسو نړیوال صندوق ویلي، چې پاکستان ته یې د درې میلیارد ډالرو پور تصویب کړ.
دوی زیاته کړې، چې اجراییه بورډ موافقه وکړه چې دغه پیسې به د نهو میاشتو په موده کې پاکستان ته ورکول کېږي ترڅو د دې هېواد د اقتصادي ثبات د پروګرام ملاتړ وشي.
د پیسو نړیوال صندوق ویلي، چې له پاکستان سره دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د نړیوالو شرایطو، ویجاړونکو سېلابونو او په پالیسیو کې د ګډوډۍ له کبله د پاکستان داخلي او بهرنی سوداګریز زیان ډېر شوی، د اړتیاوړ توکو بیې لوړې شوې او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ مالي کال په ترڅ کې د دې هېواد اسعارو زېرمې کمې شوې دي.