د عامې روغتیا وزارت سر له نن څخه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په یاد کمپیان کې به ۲۱۷ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راشي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد کمپاین به ۳ ورځې دوام وکړي او په پایله کې به يې ۶.۴ میلیونه له ۵ کلو کم عمره ماشومان واکسین شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ننګرهار ولایت په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د پولیو یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.