Home » سیمه او نړی » د پاکستان یو عدالت عیسوي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې
رویداد خبري آژانس

د پاکستان یو عدالت عیسوي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې

د پاکستان په لاهور کې یو عدالت عیسوي اصف پروېز ته د مذهب سپکاوي ډکو پیغامونو استولو په تور د مرګ سزا اورولې ده.

اصف پروېز ۳۷ کلن دی او ورته د سېپټېمبر پر اتمه د لاهور عدالت د هغې مقدمې په ترڅ کې سزا اورولې چې د ۲۰۱۳ز کال راهیسې روانه وه.

پر پروېز د کارخانې مالک تور پورې کړی و چې د اسلام پیغمبر په اړه یې له سپکاوي ډک پیغامونه استولي وو. د پروېز مدافع وکیل ویلي چې هغه به د سزا پر ضد اپیل کوي.

پروېز پر ځان لګیدلې تورونه رد کړي دي او عدالت ته یې ویلي چې مالک پرې دا تورونه له هغې وروسته پورې کړ چې ده د اسلام قبولولو انکار وکړ.

د نړیوالې مذهبي ازادی په اړه د امریکا کمیشن په اپرېل میاشت کې ویلي ول چې په پاکستان کې نېږدې ۸۰ کسان د مذهب سپکاوي په تور بندي دي چې پکې نیمايي کسانو ته د ټول عمر د بند او یا د مرګ سزا اورول شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...