Home » سیمه او نړی » د پاکستان پوځ: ګلزار امام مو نیولی دی

د پاکستان پوځ: ګلزار امام مو نیولی دی

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوڅ بېلتونپالو یو مشر ګلزار امام یې چې په شمبي مشهور و، د یولړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې دا خبر ورکړی، خو نه دي یې ویلي چې دا عملیات څه وخت او په کوم ځای کې ترسره شوي دي.

په بیان کې راغلي چې ګلزار امام د بلوڅانو د ملي پوځ په نوم د یوې غیرقانوني وسله والې ډلې موسس دی.

بیان زیاتوي چې هند او افغانستان ته د نوموړي څو سفرونه ثبت شوي او د ځینو هېوادونو له استخباراتو سره د هغه د مشکوکو اړیکو په اړه هم څېړنې روانې دي.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوڅانو ملي پوځ د قانون د تنفیذ د ځواکونو په ګډون په پاکستان کې د لسګونه خونړیو حملو مسوول دی.

د بلوڅ بېلتونپالو ډلو تراوسه د پاکستان د پوځ د ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د بلوڅ د ملتپال پوځ په نوم ډلې رسنیو ته یو بیان واستاوه چې په هغه کې یې ویلي و، ګلزار امام له تري تم کېدو وروسته د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې آی اس آی په بند کې دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...