Home » سیمه او نړی » د پاکستان پوځ: ملګنډ ډوېژن کې د وسله‌والو خلاف ګام پورته کوو

د پاکستان پوځ: ملګنډ ډوېژن کې د وسله‌والو خلاف ګام پورته کوو

په قبايلي سيمو کې د وسله‌والو مخالفانو د شمېر پر زياتوالي له نيوکو وروسته نن شنبه د(وږي په ۲۶مه) د پاکستان پوځ ويلي، چې په يادو سيمو په ځانګړې توګه په ملکنډ ډوېژن کې د وسله‌والو پر وړاندې ګام پورته کوي.

د پاکستان د پوځ د پېښور قول اردو قومندان سردار حسين اظهر حيات نن په سوات کې يوې غونډې ته چې قومي مشرانو هم په کې برخه لرله ويلي، پوځ ژمن دی چې په سوات او نورو سيمو کې د وسله‌والو مخنيوی وکړي او امنيت ټينګ وساتي.

نوموړي هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د سولې يوې هوکړې له مخې د تحريک طالبان پاکستان ډلې غړي سوات او نورو قبايلي سيمو ته راغلي دي. حيات زياته کړې، چې له تحريک طالبان پاکسان سره هېڅ داسې هوکړه نه ده شوې، چې له مخې دې د يادې ډلې جنګيالي قبايلي سيمو ته ورشي.

د پاکستان پوځ د پېښور قول اردو قومندان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پرون د سوات په شمول په ګڼو قبايلي سيمو کې ځايي اوسېدونکو د ناامنۍ خلاف لاريونونه کړي.

لاريون‌والو غوښتنه کړې، چې په تېرو کلونو کې له طالبانو ښې خاطرې نه لري او له همدې کبله دې بيا تحريک طالبان پاکستان ته په قبايلي سيمو کې د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...