Home » سیمه او نړی » د پاکستان په پنجاب کې پر امريکايۍ سېلانۍ دوو تنو جنسي تيری کړی

د پاکستان په پنجاب کې پر امريکايۍ سېلانۍ دوو تنو جنسي تيری کړی

پاکستاني رسينو راپور ورکړی چې د دې هېواد د پنجاب ايالت په دېره غازي خان کې د اربيلا اپري په نوم پر يوې امريکايۍ سېلانۍ دوو کسانو په زور جنسي تېری کړی.

په راپورونو کې ويل شوي، چې پر يادې سېلانۍ د روانې جولای د ۱۷مې او ۱۸مې تر منځ تېری شوی او له پيښې وروسته نوموړې سېلانۍ پوليسو ته د شکايت ثبتولو په موخه ورغلې ده.

دې ښځې ادعا کړې چې د دېره غازي خان اړوند منرو فورټ سېلځي ته په چکر تللې وه او په نوموړې سيمه کې د شپې لپاره په هوټل کې پاتې شوې، چې د مزمل او د ازان کهوسه په نوم د هغه بل ملګري پرې تېری کړی.

اپري زياته کړې، چې د تېري پرمهال ترې يادو کسانو انځورونه او وېډيوګانې هم اخيستي او په ټليفون کې يې ګواښلې چې انځورونه او وېډيوګانې به يې په خواله رسنيو کې خپرې کړي.

پوليسو د نوموړې د شکايت له ثبتولو وروسته ياد دوه کسان نيولي دي. دوی دواړه ځانونه د سېلګرو لارښوونکي معرفي کړي او ادعا يې کړې، چې د يادې امريکايۍ ميرمنې په خوښه يې ورسره جنسي اړيکه نيولې.

بل خوا د پنجاب پوليسو ويلي، چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي او ژر به د عدلي ارګانونو له لارې په دې اړه پرېکړه وشي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...