Home » سیمه او نړی » د پاکستان په پنجاب کې د ټرافيکي پيښې له امله ۲۰تنه مړه شوي

د پاکستان په پنجاب کې د ټرافيکي پيښې له امله ۲۰تنه مړه شوي

د پاکستان پنجاب ايالت په جلال پور پير والا کې بېګا شپه د (زمري په ۲۵مه) د مسافرو بس موټر د تېلو له ټانکر سره ټکر شوی او له امله يې د بس ګڼو سوارلۍ وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ياد بس موټر له لاهور څخه کراچۍ ته پر لار و او د پنجاب په جلال پور پير والا سيمه کې يې د تېلو له ټانکر موټر سره ټکر وکړ.

دوی زياته کړې، چې د ياد ټکر له امله ۲۰ تنه چې په بس کې سپاره وو مړه شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي. ځايي چارواکو ويلي، چې د شپې پرمهال د بس موټروان وېده شوی او له امله همدې کبله ياده ټرافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

د پيښې ټپيان په ملتان ښار کې ځايي روغتون ته رسول شوي دي.

لومړي وزير شهباز شريف دا پېښه خواشنوونکي بللې او له قربانيانو سره يې خواخوږي ښودلې ده. دا په دې وروستيو ورځو کې په پنجاب کې دويمه پېښه ده. له دې وړاندې د اګسټ په ۱۳مه هم د مسافرو يو بس موټر په رحيم يار خان په ولسوالۍ کې له لوی باروړونکي موټر سره ټکر کړی او په ترڅ کې يې ۱۳تنه مړه شوي وو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...