Home » سیمه او نړی » “د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د پوليسو پر يوه پوسته وسله‌وال بريد شوی”

“د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د پوليسو پر يوه پوسته وسله‌وال بريد شوی”

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌باد کې د پوليسو پر يوه پوسته وسله‌وال بريد شوی او په کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد ويلي چې بريد پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۷مه) دوو وسله‌والو کسانو له لوري شوی او په کې له څو ساعته دوام وروسته، يو پوليس وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

له دې سره په شمالي وزيرستان کې هم د پوليسو پر پوسته د وسله‌‌وال بريد راپورونه ورکړل شوي دي. په راپورونو کې د ځايي چارواکو له قوله شوي، چې دغه بريد هم پرون دوشنبه د ميرعلي بازار ته څېرمه شوی دی.

په راپورونو کې ويل شوي، چي په ياد وسله‌وال بريد کې يو پوليس وژل او دوه نور ټپي شوي دي. د يادو دواړو بريدونو مسووليت د تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...