Home » سیمه او نړی » د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وسله‌والو په برید کې اووه کارګران وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وسله‌والو په برید کې اووه کارګران وژل شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د غویي ۲۰مه د بلوچستان په ګوادر ښار کې لږ تر لږه اووه تنه په داسې حال کې په ډزو ووژل شول، چې په خپلو کورونو کې ویده وو.

جيو نيوز د ګوادر د پوليسو د مشر، محسن علي له خولې ليکلي، چې ناپېژانده وسله‌والو د ګوادر بندر ته څېرمه په سوربندر سيمه کې د استوګنې پر يوه کور ډزې کړې، چې له امله يې اووه تنه وژل شوي او يو ټپي دى.

د پولیسو دغه چارواکي ویلي، وژل شويو کسانو په دې سیمه کې په یو سینګارتون کې کار کاوه او د پنجاب د خانوال ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

دا پېښه شاوخوا درې اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې ناپېژانده وسله‌والو د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې په یوه جلا برید کې ۱۱ تنه ووژل.

ویل کېږي چې په هغه برید کې نهه کسان هغه مهال په نښه شول چې له پنجاب څخه تفتان ته روان وو او دوه نور هم په یوه جلا وسله‌وال برید کې ووژل شول.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...