ټاکل شوې وه چې نن د پاکستان د حکومت مخالف سياسي ګوندونه لومړي وزير عمران خان ته د باور يا نه باور رايه ورکړي؛ خو د دې هېواد ولسمشر عارف علوي له رايې ورکولو وړاندې پارلمان لغوه کړ.
نوموړي په خپل ټوېټر کې په دې اړه لېکلي، چې د لومړي وزير عمران هغه مشوره يې منلې چې د پارلمان د لغوه کولو په اړه يې ورکړې وه.
نوموړي ويلي چې د اساسي قانون له حکم سره سم يې پارلمان لغوه کړی؛ خو دا يې نه دي ويلي چې د پارلمان د بيا تشکيل په موخه څه وخت ټاکنې پيلوي؟
له دې سره د پاکستان د پپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د پارلمان لغوه کولو پرېکړه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده او تر هغې به د پارلمان له ودانۍ ونه وځي، څو چې مخالفو سياسي ګوندونو د عمران خان د عدم اعتماد په اړه پرېکړه نه وي کړي.
ټاکل شوې وه چې نن د پاکستان پارلمان لومړي وزير عمران خان ته د باور او يا هم نه باور رايه ورکړي، خو د پارلمان لغوه کولو په اړه د ولسمشر علوي پرېکړې، تر يوه ځايه عمران خان په لوبه کې بريالی کړ.