Home » سیمه او نړی » د پاکستان مشهور خبریال ابصار علم په یوه برید کې ټپي شوی
رویداد خبري آژانس
مشهور پاکستانی خبریال ابصارعلم

د پاکستان مشهور خبریال ابصار علم په یوه برید کې ټپي شوی

د پاکستان مشهور خبریال ابصار علم وایي، په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته د برید پرمهال ټپي شوی دی.

ابصار علم د ډزو یوه ویډیو چې د موټر له دننه اخېستل شوې ده، پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) په خواله رسنیو کې شریکه کړه او ویې ویل چې دی په نس کې په مرمۍ لګیدلی دی.

وروسته بل خبریال عزیز سید په روغتون کې د ابصارعلم پوښتنې ته ورغی او ویې ویل چې ډاډه دی او روحیه یې عالي ده.

دا څرګنده نه ده چې پر ابصار علم چا ډزې کړي دي، خو دی په دې مشهور دی چې په ملکي چارو کې یې بیا-بیا د پوځ پر مداخلې انتقاد کاوه.

ابصار علم په خپاره کړي ویډیو پیغام کې ویلي، هغو کسانو ته چې پر ما یې برید کړی دی زما پیغام دا دی چې زه له داسې شیانو نه ویریږم او له خپلو هڅو به په شا نه شم.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دا پېښه غندلې ده او د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...