Home » سیمه او نړی » د پاکستان دوو ګودونو د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه وکړه

د پاکستان دوو ګودونو د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه وکړه

له لس ورځو مزاکراتو وروسته د پاکستان دوو سیاسي ګوندونو د یو ایتلافي دولت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

پاکستاني رسنیو ویلي چې دا هوکړه د پاکستان د خلکو د ګوند مشر او د اصف علي زرداری د زوی «بلاول بوټو زرداري» او د مسلم لیګ ګوند د مشر، نواز شریف ترمنځ شوې ده.

دغو ګوندونو شپږ ورځې مخکې د ایتلافي دولت د جوړولو لومړۍ هوکړه کړې وه. دوی تازه پرون سه‌شنبه د فبرورۍ ۲۰مه په خبري کنفرانس کې ویلي چې اوس یوې بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.

د دې هوکړې پر بنسټ شهباز شریف به د صدراعظم او اصف علي زرداري به د پاکستان راتلونکی ولسمشر شي.

د ویلو ده چې مسلم لیګ ګوند د فبرورۍ په ۸مه د پاکستان په ټاکنو کې ۷۹ څوکۍ او د خلکو ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې وې. دوی به د کوچنیو ګوندونو په ملاتړ په ملي اسمبلۍ کې ۲۶۴ څوکۍ ولري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...