Home » افغانستان » د ټولګټو وزارت: د سالنګ لویه لاره نن د ترافیکو پر مخ خلاصېږي

د ټولګټو وزارت: د سالنګ لویه لاره نن د ترافیکو پر مخ خلاصېږي

د ا.ا د ټولګټو وزارت ویلي چې د سالنګ لویه لاره نن دوشنبه د کب په ۱۴مه د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصېږي.

د ا.ا د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس ویلي چې دوې ورځې کېږي چې د سالنګ د لویې لارې پاکول جریان لري او نن ورځ به یاده لاره د ترافیکو او مسافر وړونکو موټر پر مخ خلاصه شي.

د سالنګ لویه لاره د واورې، طوفان او د لیدلو وړ د ساحې محدودیت څلور ورځې کېږي چې د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په سالنګ کې د واورې زیاتوالی تر درې مترو رسېدلی او تر اوسه ۲۹ ځلې واوره ښوییدلې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...