Home » افغانستان » د هېواد په اوو ولايتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

د هېواد په اوو ولايتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

د ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست د هېواد په اوو ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړى دى.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، سبا (پنجشنبه، د غویي ۲۰ مه) په هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د دې ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د اورښت کچه له ١٥ تر ٢٠ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

د دې ترڅنګ په شمال، شمال لویدیځ، لویدیځ، جنوب او جنوب لویدیځ سیمو کې په یو ساعت کې له ۳۰ تر ۷۵ کیلو مترو چټکو بادونو اټکل هم شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...