د هنګري ولسمشرې د هغه سړي په بښلو سره، چې د ماشومانو د جنسي تېري په پټولو کې د لاس لرلو په تور محکوم شوی و، په خوشي کولو استعفا ورکړه.
د هنګري ولسمشرې، کاټالین نواک، شنبې د فبرورۍ ۱۰مه په خبرو کې ویلي چې دا یې د ولسمشریزو چارو د پر مخ وړلو وروستۍ ورځ ده.
نواک د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې له پاپ فرانسیس سره تر کتنې مخکې د شاوخوا د ۲۲ هغو کسانو د خوشې کېدو پرېکړه وکړه چې یو پکې د یو وړکتون د مدیر مرستیال و او له پخواني مدیر سره یې د هغه د جنایت په پټولو کې مرسته کړې وه.
په ورته وخت کې د جمعې په ورځ د هنګري په پلازمېنه کې شاوخوا زر کسانو د یو لاریون په ترڅ کې د نواک د استفعا غوښتنه وکړه.
همداراز د هنګري مخالفو ګوندونو هم د نوموړې د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.
د ویلو ده چې په هنګري کې د یو وړکتون مدیر پر ماشومانو د جنسي تېري له امله په اته کال زندان او مرستیال یې په درې کال زندان محکوم شوي وو.