Home » سیمه او نړی » د هسپانیې او اوکراین ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو

د هسپانیې او اوکراین ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو

اوکراین او هسپانیې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې هسپانیه سږکال له اوکراین سره د یو میلیارد یورو په ارزښت پوځي مرستې کوي.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د هسپانیا د صدراعظم پدرو سانچز ترمنځ په مادرید کې د لاسلیک شوي تړون له مخې هسپانیا ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به له اوکراین سره پینځه میلیارده یورو مرسته کوي.

سانچز له زیلنسکي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې اوکراین اوس تر بل هر وخت د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې تل خبرداری ورکړی چې له اوکراین سره د اروپايي او لوېدیځو هېوادونو مرستې به جګړه اوږده کړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل به شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...