د اغا خان بنسټ (سه شنبې، د سلواغې ۱۶مه) ویلي چې د نړۍ د اسماعیلیه فرقې مشر، کریم اغاخان د ۸۸ کالونو په عمر مړ شوی دی.
د اغاخان پرمختیایي شبکې په اېکس پاڼې لیکلي: “الاحضرت شهزاده کریم الحسین اغا خان، د شعیه اسماعیليي فرقې امام او د حضرت محمد (ص) مستقیمه اولاده د ۲۰۲۵ کال فبروري په څلورمې نېټې په لیزبن کې د ۸۸ کالونو په عمر د خپلې کورنۍ ترڅنګ وفات شوی دی. کریم اغا خان د اغا خان پرمختیایي شبکې بنسټ اېښودونکی او مشر هم و.
د اغاخان پرمختیایي شبکه د بشري مرستو د موسسو ټولګه ده چې د کریم اغاخان په مشرۍ یې فعالیت کاوه، دغه شبکه د نړۍ په څه باندې ۳۰ هېوادونو اسیا او افریقا کې د روغتیایي خدماتو، تعلیم، کلتوري او اقتصادي پرمختګ لپاره کار کوي.