وروسته له هغې چې په نيوزېلڼد کې روغتيايي چارواکو د کرونا وېروس اوسنۍ بڼې اومېکرون د زيات خورېدو راپورونه ورکړل، ورسره سم د دغه هېواد لومړۍ وزيرې جسينډا ارډرن هم د خپل واده مراسم لغوه کړل.
نوموړې په دې اړه خبريالانو ته ويلي، له روغتيايي چارواکو څخه يې داسې راپور ترلاسه کړی چې په موتيکا کې د يوې کورنۍ ۹ غړي په اومېکرون اخته شوي او د لومړۍ وزيرې په خبره، پر اومېکرون اخته يادو ۹ کسانو د يوه واده په مراسمو کې ګډون کړی و.
جسينډا ارډرن ويلي، له دې پرېکړې موخه يې د خپل واده ځنډول نه دي، بلکې موخه دا ده چې د واده په مراسمو کې به يې د اومېکرون د خورېدو مخنيوي په هدف، يوازې هغه محدود کسان ګډون کوي چې د وقايعې ښه تجربه ولري.
ټاکل شوې شوه چې د نيوزېلنډ لومړۍ وزيره په نږدې راتلونکي کې واده وکړي او د همدې لپاره د پراخو مراسمو جوړولو چمتووالی هم نيول شوی و.