ملګري ملتونه وايي، د نيوزېلنډ هېواد د مرستې پر مټ به په افغانستان کې د زياتو حاصلاتو د ترلاسه کيدو په موخه، لسګونه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشي.
ملګرو ملتونو پرون يکشنبه ناوخته د (وري په ۱۴مه) د خوړو او کرنې ادارې يا FAO د افغانستان برخې رئيس ريچارډ ټرنچارډ په حواله ويلي، چې د نيوزېلنډ د مرستې پر مټ به ښه کيفيت لرونکي تخمونه ولري او په دې توګه به په افغانستان کې د غنمو زيات حاصلات ترلاسه شي.
د نوموړي په خبره د غنمو اصلاح شوي تخمونه به پر ۴۹زره بزګرانو ووېشل شي، چې في بزګر ته به د ۱۵۷ ډالرو په اندازه د غنمو تخم ورکړل شي.
د اصلاح شوو تخمونو د وېش ترڅنګ به خلکو ته په کليوالي پروژ کې د کار کولو له لارې نغدې مرستې هم ورکړل شي. د دې مرستې اندازه يوه کس ته په مياشتنۍ توګه د ۱۰۰ ډالرو معاش ښودل شوی دی.
ملګري ملتونه داسې مهال د نيوزېلنډ په همکارۍ له افغان بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوو تخمونو مرسته کوي، چې پرون يکشنبه اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منعه کړ.