د پاکستان د لاهور په ښار کې دوه محصلین وروسته تر هغه د پوهنتون نه وایستل شول چې د هغوي د نامزادۍ ویډیو تېره ورځ د ټولنیزیو شبکو په پاڼو کې خپره شوه.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې نجلۍ د هلک په مخکې په ګونډو کیږي او د واده غوښتنه ترې کوي. وروسته شاوخوا ولاړ کسان چک چکې کوي، د هلک او نجلۍ ویډیو ثبتوي او دوي دواړه یو بل په غیږ کې نیسي.
د لاهور پوهنتون ویلي چې دې محصلینو د پوهنتون د اصولو خلاف عمل کړی او د پوهنتون د مسؤلینو یوې غونډې ته هم حاضر نشول.
سره لدې چې په پاکستان کې پدې توګه د مینې اظهار کول عامه خبر نده او خلک یې بد بولي خو دغو دوه محصلینو ویلي چې سهوه یې نده کړې او بخښنه به ونه غواړي.
د شهریار احمد په نامه هلک او د حدیقې جاوید په نامه نجلۍ وایي نه پوهیږي چې په عامه توګه د واده په غوښتنې کې څه ستونزه ده او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د انټرنیټ د لارې ورته ګواښونه شوي.
په پوهنتون کې د محصلینو اتحادیې د پوهنتون پریکړه غندلې او په ټویټر کې یې لیکلي چې اخلاقي څارنه پدې تازه وختونو کې په پوهنتون کې عادې شویده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس