Home » فرهنګی او ټولنیز » د میدان وردګو په دایمیردادو ولسوالۍ کې د هلکانو د یوه لومړني ښوونځي د رغېدو چارې بشپړې شوې
رویداد خبري آژانس

د میدان وردګو په دایمیردادو ولسوالۍ کې د هلکانو د یوه لومړني ښوونځي د رغېدو چارې بشپړې شوې

په دایمیردادو ولسوالۍ کې د هلکانو د یوه لومړني ښوونځي د رغېدو چارې بشپړې شوې په میدان وردګو ولایت کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لوري د دایمیرادو ولسوالۍ په تره سیمه کې د هلکانو د یوه لومړني ښوونځي د جوړولو چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوې.

رویداد خبري آژانس

یاد ښوونځی د شپږو ټولګیو او یوې اداري خونې په لرلو سره یوه د څښاک اوبو څاه او درې بابه تشنابونه لري، چې پر رغېدو یې( 4820000)افغانۍ لګښت شوی او په راتلونکې کې به د یادې سیمې سلګونه تنه زده کوونکې د زده کړو لپاره د یوه معیاري او مناسب چاپیریال له شتونه برخمن شي.

دا مهال په دایمیردادو ولسوالۍ کې د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندې د دریو ښوونځیو د رغېدو چارې رواني، چې ډېر ژر به یې د رغولو چارې بشپړې شي. د یادونې وړ ده، چې په دې ولسوالۍ کې به ټول ٨ ښوونځي ورغیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...