Home » سیمه او نړی » د ملګرو ملتونو سرمنشي د سوماليا لپاره د پراخ نړيوال ملاتړ غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سوماليا لپاره د پراخ نړيوال ملاتړ غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سومالیا ته د سفر پر مهال پرون سه‌شنبه د دغه هېواد لپاره «پراخ» نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.

سومالیا چې یو بې‌وزلی هېواد دی، له کلونو راهیسې د وچکالۍ او د افراطي وسله‌والو د تحرکاتو په وړاندې مبارزه کوي.

ګوتېرش دغه سفر ته د «پیوستون» نوم ورکړ او ویې ویل، هلته د دې لپاره تللی چې د یوه نړیوال ملاتړ لپاره اړتیا لیدل کېږي.

ملګرو ملتونو د سومالیا لپاره د ۲ اعشاریه ۶ ملیاردو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه له دې پیسو یوازې ۱۳ فیصده ورکړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، سومالیا له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او پراخ بشري ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په سومالیا کې ۸ ملیونه او درې سوه زره کسان د سختې وچکالۍ له کبله اغېزمن شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...