Home » افغانستان » د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په هېواد کې د قابلو پر تخصصي روزنه ټينګار کړی
UNFPA

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په هېواد کې د قابلو پر تخصصي روزنه ټينګار کړی

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پر اېکس پاڼه ليکلي، چې په افغانستان کې د یو میلیون نورو قابلو روزنه او ګمارنه د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره ده.

د یاد بنسټ په وینا، د قابلو زیاتوالی د امیندوارۍ پر مهال روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی پراخوي، خوندي زېږون ته زمینه برابروي او له زېږون وروسته د مور او ماشوم د ژوند خونديتوب تضمين کولی شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کوي، چې دا اقدامات کولی شي د مړینې کچه راکمه کړي.

د راپورونو پر اساس، افغانستان لا هم د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی. چې د قابلو روزنه او د هغوی پراخ حضور د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره یو مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...