د افغانستان او سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ژان ارنولد په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ وباله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي ارنولد پرون له حنیف اتمر سره د سولې د بهیر د چټکېدو پر اهمیت او پر یوه هر اړخیز او فوري اوربند ټینګار وکړ.
د اعلامیې له مخې دواړو لورو د سیمهییزې اجماع پیاوړتیا په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره مهمه وبلله.