Home » سیمه او نړی » د ملي بس امارتي شرکت پلاوی د ټرانسپورټي همکاریو په موخه چین ته تللی

د ملي بس امارتي شرکت پلاوی د ټرانسپورټي همکاریو په موخه چین ته تللی

د ملي بس امارتي شرکت رئیس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد په شانګهای ښار کې د سن وین شرکت له مسوولانو سره لیدلي دي.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، په دې لیدنه کې د عصري بسونو د تولید او پېرلو، د مېټرو، بي‌ار ټي سیسټم او ښاري ټرانسپورټ په برخو کې د ګډو همکاریو او عملي فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.
ياد ریاست زیاته کړې، د دغه سفر موخه د هېواد د عامه ترانسپورټ د سیسټم عصري کول، د ترانسپورټي خدمتونو د کیفیت لوړول، د ښاري ګڼه‌ګوڼې کمولو لپاره د اغېزناکو حل‌لارو موندل او هېوادوالو ته د خوندي، معیاري، منظم او ارزانه ترانسپورټي خدمتونو برابرول دي.
ماریا نیازۍ

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تاجکستان؛ له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو وړاندیز کړی

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي ...