حکومت په يوه تازه اقدام کې د هغو مطرحو سياسي څېرو د بېرته راستنو لپاره د اړيکو او بېرته راستنېدنې کمېسيون جوړ کړ، چې د تېر حکومت د سقوط پرمهال يې هېواد پرېښی.
د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست شهابالدين دلاور په مشرۍ دغه کمېسيون نن چهارشنبه د (کب په ۲۵مه) د کابينې له لورې تصويب شو.
د دې کمېسيون دنده دا ده، څو په بهرنيو هېوادونو کې له مېشتو افغان مطرحو سياسي څېرو سره اړيکې رامنځته او بلاخره يې په درناوي هېواد ته راستانه کړي.
د نوموړي کمېسيون جوړېدل د تېر حکومت يو شمېر چارواکو له هرکلي سره مخ شوی. د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني مخکينی فرهنګي سلاکار شاه حسېن مرتضوي وايي، د ورته يوه کمېسيون رامنځته کېدل کولی شي چې له هېواد تللي مشران بېرته افغانستان ته را وبولي.
نوموړي له افغانستان څخه د يادو اشخاصو لرېوالی د تېرو لسيزو ترخه تجربه بللې او ټينګار يې کړی چې سياسي مشران بايد په درناوي هېواد ته را وګرځول شي.