نن (شنبه، د ثور اتمه) په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا له ۳۲ ام دیرشم کال سره برابره ده.
په دې ورځ مجاهدین د بېلابېلو ګوندونو په ملاتړ بریالي شول چې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي حکومت نسکور او قدرت په خپل لاس کې واخلي.
مجاهدینو په ۱۳۷۱ کال کې د پخواني شوروي له ملاتړ څخه برخمن د ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور او هغه ۱۴ کلنه تاریخي دوره پایته ورسېده.
د مجاهدینو له بریا وروسته حضرت صبغت الله مجددي د دوه میاشتو لپاره د موقتې ادارې د رییس په توګه وټاکل شو٬ او وروسته برهان الدین رباني قدرت په لاس کې واخیست٬ خو د رباني حکومت د ځینو جهادي څېرو له کورني مخالفت سره مخامخ شو او په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې.
مجاهدین له قدرت څخه وروسته ډېر ژر په تنظیمي جګړو اخته شول٬ د کابل د ویرانۍ په ګډون ډېر عامه تاسیسات او د افغانستان عام المنفعه ځایونه لمنځه ولاړل٬ چې په دې جګړه کې لسګونه زره کسان ټپیان او ووژل شول٬ او میلیونه افغانان بې ځایه شول.
اوسمهال دوه دېرش کاله مخکې د ثور اتمه د مجاهدینو له بریا څخه تیریږي. د ا.ا هم دا ورځ د افغانستان د خلکو د ازادۍ او د افغانانو د ژغورنې ورځ نوموي.
د ا.ا ویاند، ذبیح الله په اعلامیه کې ویلي چې ا.ا د ثور ۷ مه کودتا غندي او د ثور ۸ مه د افغانستان د آزادۍ ورځې په توګه نمانځي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ا.ا د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د افغانستان د خلکو د ټولو جهادي ارمانونو د پوره کولو هڅه کوي.