د سولې مشورتي لویې جرګې دویمه ورځ پای ته رسېدلې ده او د یادې جرګې کاري کمېټو د نن ورځې پرېکړې اعلان کړې دي.
د ملي مصالحې له عالي شورا څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لویې جرګې کاري کمېټو ګڼ شمېر مشورې حکومت ته ورکړې دي چې مهمې هغه یې په دې ډول دي؛
حکومت دې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي څو په هېواد کې د جګړې دوام ته هیڅ بله پلمه پاتې نه شي، دواړه لوري دې باعزته سولې ته د رسېدو لپاره نرمښت وښیي.
د طالبانو له خوشې کېدو سره دې سراسري اوربند ټینګ او دواړه لوري دې ورته ژمن اوسي، بین الافغاني مذاکرات دې ژر تر ژره پیل شي، د سولې خبرې دې د افغانانو په مشرۍ ترجیحاً په افغانستان کې ترسره شي.
طالبان دې د داعش او نورو ډلو په نوم له ترهګریزو کړنو لاس واخلي، د زندانیانو د خلاصون په اړه دې ملي او نړیوال ضمانتونه واخیستل شي، د سولې خبرو کې دې له جمهوریت، بیان ازادي، ښځو حقونو او تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو کلکه دفاع وشي او د سولې هوکړې دې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو تر څار لاندې ترسره شي.
ټاکل شوې ده د مشورتي لویې جرګې وروستۍ پرېکړه به سبا په رسمي ډول اعلان شي.