د لغمان والي د فکري بدلون د رامنځته کېدو په پار د لوړ پوړو مسؤلینو په ملتیا د فخر افغان پاچاخان مزار څخه لیدنه وکړه.
د لغمان والي رحمت الله یارمل ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال چې ددغه ولايت والي شاه محمود میاخېل، د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي،د لغمان او ننګرهار مرستیال والیانو،نظامي مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو یې ملتیا کوله، د فکري تغیر د رامنځته کېدو په پار یې د فخر افغان پاچاخان مزار څخه لیدنه وکړه .
نوموړي د پاچا خان روح ته د دعا ترڅنګ د یاد مزار د کمپلکس بېلابېلې برخې ولیدلې او خوښي یې وښوده چې چارې یې په بشپړیدو دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس