د لغمان ولایت ځايي سرچینې وايي چې پرون ماښام راهيسې د الیشنک ولسوالۍ اسلام اباد په سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې سیمه ایزو پولیسو او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي ویاند، اسدالله دولت زی وايي چې د طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ د ملکي وکړو په کورونو لږېدلې چې له کبله یې درې ملکیان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
دولت زی وایي:” د وسلوالو طالبانو لخوا بریدونه شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د وسلوالو یو مهم غړی عبدالمالک وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي، د وسلوالو لخوا یو هاوان مرمۍ په یو کور لګیدلې چې په ترڅ کې د یوې انجنې په شمول دری تنه وژل شوي نهه تنه نور چې انجونې او نارینه پکې شامل دي ټپیان شوي.”
وسله والو طالبانو تر اوسه د جګړې او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.