د خپرو شوو راپورونو له مخې د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوټريش سره د افغانستان موجوده بشري وضعيت په اړه خبرې کړي دي.
په دې ټليفوني خبرو کې دواړو لوريو د افغانستان بشري او اقتصادي وضعيت په اړه نظرونه سره تبادله کړي دي. د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن ډاډ ورکړی چې هېواد يې د افغانستان په اړه له ملګرو ملتونو سره هر همکارۍ ته چمتوو دی.
نوموړي ټينګار کړی چې قطر په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب غوښتونکی دی او له ملګرو ملتونو سره په نړيوالو پراختيايي برخو کې ګډو هڅو ته لېوال دی.
ګوټريش هم په بشري برخو کې د قطر همکاريی ستايلې او تمه يې ښودلې چې دغه هېواد به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تحکيم په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.