فليپيني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد يوه پوځي الوتکه د ناستې پرمهال نسکوره شوې او په کې ۲۹ تنه سپاره مړه شوي دي.
د فليپين پوځ هم ياده پېښه تائيد کړې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، نن يکشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د پوځ يوه C-130 ډوله ټرانسپورټي الوتکه چې ۹۲ تنه په کې سپاره وو، د دغه هېواد سوېلي جولو جزيره کې د ناستې پرمهال له ځغاستليکې وتلې او وېجاره شوې ده.
د فليپين دفاع وزير ډيلفن لورينزانا ويلي، د دغه پوځي الوتکې ډېری سوارلي پوځيان وو او د مړو او ټپيانو ډېری هغه يې هم پوځيان دي.
له دې وړاندې ژغورنکو ډلو خبر ورکړی و چې له پېښې وروسته يې ۴۰تنه سوارلي ژغورلې ده او د درملنې په موخه يې ياد کسان روغتون ته لېږدولي دي.
د دې پېښې په اړه په وروستيو راپورونو کې ويل شوي، چې تر دې مهال ۵۰ تنه ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.
د فليپين دا C-130 الوتکه له هغو دوو يوه ده، چې تېر کال د امريکا متحده ايالاتو له لوري دې هېواد ته د پوځي مرستو په ترڅ کې وسپارل شوې وې.