Home » سیمه او نړی » د فرانسې ساحلي پولیسو ۷۲ پناه غوښتونکي ژرغورلي
رویداد خبري آژانس

د فرانسې ساحلي پولیسو ۷۲ پناه غوښتونکي ژرغورلي

د فرانسې ساحلي پولیسو اعلان کړی چې د دغه هیواد د ژغورنې ځواکونو تر ۷۰ ډیر پناه غوښتونکي د مانش له کانال څخه د تیریدو پر مهال ژغورلي دي.

پولیسو ویلي دوی چې غوښتل یې ځانونه بریتانیا ته ورسوي په سمندر کې له بیړنې وضعیت څخه ژغورل شوي دي.

د فرانسې ساحلي پولیسو ویلي چې دغه پناه غوښتونکي چې ۷۲ کسان ول، له څو کوچنیو کښتيو سره په سمندر کې ژغورل شوي دي.

دغو کسانو غوښتل د یکشنبې په شپه(د وري ۱مه نېټه) له دې کانال څخه په تیریدو ځانونه بریتانيا ته ورسوي. ژغورل شوي کسان بیرته فرانسې ته انتقال شوي دي.

د فرانسوي چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تیر کال ۹۵۰۰ پناه غوښتونکو هڅه کړې وه چې د مانش کانال له خطرناک مسیر څخه په تیریدو ځانونه بریتانيا ته ورسوي.

دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله ښکاره زیاتوالی ښکاره کوي. په دغه موده کې پر دې مسير ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...