Home » سیمه او نړی » د فرانسې د پارلماني ټاکنو لومړی پړاو پیل شو

د فرانسې د پارلماني ټاکنو لومړی پړاو پیل شو

فرانسوي رسنیو خبر ورکړی چې په فرانسه کې د پارلماني ټاکنو د لومړي پړاو لپاره رایه کارونه نن (یکشنبې، چنګاښ ۱۰مه) پیل شوې ده.

په دې ټاکنو کې د کډوالو ضد سخت دریځه ښي اړخه او د اروپايي ټولنې د مفکورې منتقدین په ټولپوښتنو کې مخکښ دي، وروسته کیڼ ګوند او بیا د امانویل مکرون منځلاری ګوند.

کارپوهان وايي چې د ښي اړخي «ملي اجتماع» ګوند بریا به تر ډېره د اروپايي ټولنې او اوکراین په اړه د فرانسې پالیسي بدله کړي.

د دې ټاکنو دویم پړاو به په نږدې یوه اوونۍ کې ترسره شي او تر هغه وخته به وروستۍ پایلې هم نه وي معلومې.

د فرانسې د پارلمان ابتدايي ټاکنې د اروپا د پارلمان په ټاکنو کې د ښي اړخو «ملي اجماع» پر وړاندې د مرکزي ګوندونو ایتلاف له ماتې وروسته وشوې.

د فرانسې ولسمشر، امانویل مکرون د ښي اړخو ګوندونو د ایتلاف پر وړاندې د خپل منځلاري ګوند له ماتې وروسته درې اوونۍ وړاندې د د دې هېواد پارلمان منحل کړ او د د پارلماني ټاکنو د ژر ترسره کېدو اعلان یې وکړ.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...