په عربي اماراتو کې د حقونو فعالې علاء الصديقي د لندن په يوه روغتون کې هغه مهال ساه ورکړه چې د نوموړې موټر له ټکر کېدو وروسته ياد روغتون ته ور وړل شوې وه.
علاء الصديقي په عربي اماراتو کې د بشري حقونو د برخې مهمه فعاله وه او د وګړو د حقونو محدوديت له کبله يې ډېر کله د ياد هېواد پر دولت سختې نېوکې هم کولې.
نوموړې د خپلو فعاليتونو او نېوکو له کبله په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې د هېواد پرېښودو ته اړ شوه او په قطر کې يې له خپل خاوند سره يو ځای د پناه غوښتنې هڅې پيل کړې.
علاء الصديقي د عربي اماراتو د يوه مشهور فعال محمد الصديقي لور ده. محمد الصديقي له ۲۰۱۳ کال را په دېخوا په عربي اماراتو کې د بند موده تېروي.
نوموړې دامهال په لندن کې د ALQST په نوم د يوې انتفاعي موسسې چې په عربي اماراتو او خليج هېوادونو کې د لا زياتو بشري ازاديو ملاتړ کوي، اجرائيوي مسووله وه.