د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو هغه ليک په غبرګون کې چې څو ورځې وړاندې يې د امريکا له کانګرېس په کې د افغانستان کنګل شويو په خلاصولو سره په دغه هېواد کې د بشري ناورين د مخنيوي غوښتنه کړې وه ويلي، افغانستان له تېر اګسټ وړاندې عملا له بشري ناورين سره مخ و.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، وچکالي، لوږه، کرونا او نور هغه لاملونه و چې افغانان يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې وو.
توماس وېسټ زياته کړې، امريکا له وړاندې طالبانو ته واضېح کړې وه که له خبرو پرته په زور واک ونيسي، د نړيوالې ټولنې له لوري بشري مرستې به پرې بندې شي.
وېسټ يو وار بيا ټينګار کړی که طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي، د لږکيو حقونه خوندي او دغه راز ښځو ته د کار او زدهکړو اجازه ورکړي، نو امريکا به ورسره واضيح سياست غوره کړي.
طالبانو څو ورځې وړاندې د امريکا له کانګرېس په يوه ليک کې وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شويو پيسو په ازادولو کې ورسره همکاري وکړي او که دا پيسې ازادې نه شي، نو په افغانستان کې د بشري ناورين د رامنځته کېدو احتمال شته.